۰

هند د افغانستان په اړه کنفرانس جوړوي، خو پاکستان په کې ګډون نه کوي

چهارشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۱
ټاکل شوې هند د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو چین، روسیې، ایران تاجکستان او ازبکستان ګډ کنفرانس جوړ کړي، خو پاکستان وايي، دوی به په کې ګډون ونه کړي.
هند د افغانستان په اړه کنفرانس جوړوي، خو پاکستان په کې ګډون نه کوي
ټاکل شوې هند د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو چین، روسیې، ایران تاجکستان او ازبکستان ګډ کنفرانس جوړ کړي، خو پاکستان وايي، دوی به په کې ګډون ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند له خوا د جوړېدونکي کنفرانس کره نېټه نه ده معلومه، خو هندي چارواکو ویلي، دوی په په دغه کنفرانس کې د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې د سیمې له هېوادونو سره شریکې کړې.

خو په ورته وخت کې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف ویلي، چې پاکستان به د افغانستان په اړه د هند په کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

یوسف هند تورن کړی، چې د افغان سولې په تړاو یې ورانکاري فعالیتونه تر سره کړي نو ځکه دوی په دغه کنفرانس کې ګډون نه کوي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی، چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي، ځکه له دې پرته بله لار نشته.

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی اړ دي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او تعاملاتو ته ادامه ورکړي.

خو هند بیا تل پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورن کړی او دغه هېواد یې په سیمه کې د هند د ګټو ضد بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي