د امریکا د استخباراتو یا سي آی اې مشر مسکو ته تللی دی

12 عقرب 1400 ساعت 10:12

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې مشر ویلیم برنز په یوه کم ساري سفر د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.


د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې مشر ویلیم برنز په یوه کم ساري سفر د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسیې ته د برنز د سفر موخه د واشنګټن او مسکو د اړیکو په اړه بحث کول دي.

د امریکا د سفارت یوه ویاند ویلي دي برنز د ولسمشر جوبایډن په غوښتنه د سه او چهار شنبې په ورځو مسکو ته د یوه جګپوړي پلاوي رهبري کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې برنز او ورسره پلاوی به د روسیې د حکومت له مسولینو سره وګوري څو د یو لړ دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبري‌ اتري وکړي.

په ورته وخت کې د روسیې امنیت شورا ویلي دي برنز د یادې شورا له مشر نیکولای پاتروشیف او د روسیې د استخباراتو له پخواني مشر سره کتلي دي.

هیڅ لوري تر اوسه د دغه ملاقات جزیات ندي ورکړي خو امنیتي مسایل د هغوی په ترینګولو اړیکو کې مهم بحث ګڼل کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144271

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144271/

جمهور
  https://www.jomhornews.com