۰

کندوز کې د هاوان مرمۍ ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۶
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله پنخو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندوز کې د هاوان مرمۍ ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله پنخو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۱۲ مه سهار مهال د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په سید مختار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې وايي، ماشومانو د هاوان په سرګلولې باندې لوبې کولې، چې پرې چاودلې ده.

د کندزو د حوزي روغتون مشر ډاکتر نعیم منګل وايي، په چاودنه کې دوه ماشومان، چې یو هلک او بله نجلۍ ده وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ټپیان چې دوې نجونې او درې هلکان دي او عمرونه یې هم له ۷ تر ۹ کلونو پورې دي روغتون ته راوړل شوي او درملنه یې روانه ده.

په ټپیانو کې هم د دو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي