افغان کرکټ ملي لوبډلې څلورمه لوبه هند ته وبایلله

13 عقرب 1400 ساعت 8:24

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۱ نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه د هندوستان سره تر سره کړه، چې ویې بایلله.


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۱ نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه د هندوستان سره تر سره کړه، چې ویې بایلله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لوبه پرون چهارشنبې د لړم ۱۲ مه ماښام د متحده عربي امارتو په شارجه لوبغاړي کې پیل شوه.

د لوبې پچه افغان لوډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې هندي لوبغاړو د ۲۰ اورونو په پوره کولو او دوه لوبغاړو په سوخېدو سره ۲۱۰ منډې وکړې.

د هند د سر توپوهونکي روهېت شرما او کې اېل راهول چې په تېرو لوبو کې ښه نه و، ځلېدلي دا ځل یې ښه لوبه وکړه او افغان بالران یې تر سخت فشار لاندې راوستي وو.

دواړو د لومړۍ ویکټې لپاره ۱۴۰ ګډې منډې جوړې کړې، چې شرما په کې په ۴۷ توپونو باندې ۷۴ او راهول په ۴۸ توپونو ۶۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لوبډلې نن چهارشنبه نومبر ۳مه نیټه د شل اوریزو لوبو نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه له هندوستان سره تر سره کړه.

خو په مقابل کې یې افغان بالران ښه ونه ځلېدل یوازې ګلبدین نایب او کریم جنت یوه یوه ویکټه واخیسته.

د توپ وهنې په برخه کې افغان لوبډله د توپ اچونې په شان ښه ونه ځلېده او د سر لوبغاړي شهزاد او ځاځی په درېیم اور کې اوټ شول.

له هغې وروسته لوبغاړو هم ښه لوبه ونه کړه خو محمد نبي او کریم جنت وکولی شوای چې تر یوې اندازې پورې لوبه ښه مخ ته یوسي.
نبي ۳۵ منډې وکړې او اوټ شو، خو کریم جنت بیا ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۴۴ منډې وکړې او دغه لوبه یې د ۶۶ منډو په توپیر سره هند لوبډلې ته وبایلله.

د یادونې ده، چې افغانستان دغه نړیوال جام په لومړۍ پړاو لوبو کې یوازې یوه پاتې لوبه لري چې له نیوزیلنډ سره ده، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به تر سره شي.

که افغانستان له نیوزیلنډ څخه لوبه وګټي نو د یاد جام نیمه پای لوبې ته یې د تلو چانس شته دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144293

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144293/

جمهور
  https://www.jomhornews.com