د افغان ښوونکو معاشونه یونیسف ورکوي

13 عقرب 1400 ساعت 8:34

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، هڅه کوي د یوه ځانګړي سیستم پر مټ د افغان ښوونکو معاشونه په مستقیمه توګه ورکړي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، هڅه کوي د یوه ځانګړي سیستم پر مټ د افغان ښوونکو معاشونه په مستقیمه توګه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې د ښوونې او روزنې د برخې مسوول جینیت فوګلار وايي، یونېسف به په مستقیم ډول افغان ښوونکو ته معاش ورکوي پرته له دې چې دا پیسې د چارواکو له لارې معلمانو ته وسپاري.

نوموړي ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې له بهیر سره مرسته کوي او پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو یې هم غږ کړی چې افغان ماشومان ناهیلي نه کړي.

سرچینه وایي په افغانستان کې د تعلیم د دوام او ملاتړ یوازینۍ لار دا ده چې له ښوونکو سره مرسته وشي او ښوونځي فعال وساتل شي.

یونسیف داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان ښوونکو له میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي اخیستي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 144295

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144295/

جمهور
  https://www.jomhornews.com