۰

روسیه: د طالبانو په واکمنېدو سره زموږ خلاف ګواښونه نه دي کم شوي

پنجشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۰
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د روسیې خلاف ګواښونه نه دي کم شوي.
روسیه: د طالبانو په واکمنېدو سره زموږ خلاف ګواښونه نه دي کم شوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د روسیې خلاف ګواښونه نه دي کم شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاندې ماریا زخروا په یوه خبري ناسته کې زیاته کړې، چې د نشه يي توکو او ترهګریزه بریدونو له پلوه لا هم افغانستان څخه روسیې ته ګواښوونه موجو دي.

مېرمن زخروا ټینګار کړي، چې د طالبانو له واکمنېدو سره بیا هم په دې برخه کې د پام وړ کمښت نه دی رامنځته شوی.

نوموړې په ځانګړې توګه د داعش ډلې ګواښ ته اشاره کړې وايي، دا ډله لا هم د افغانستان په مختلفو ښارونو کې بریدونه کوي او روسیه یې اندیښمنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت  ویاند د دغو ګواښونو د کمېدو او خطرونو ختمولو لپاره یې د هېواد اساسي غوښتنې څه دي؟

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، له منځنۍ اسیا سره په ګډو پولو کې د افغانستان له خاورې شاوخوا دوه زره داعش وسله وال منځنۍ اسیا ته د اوښتو پلان لري.

هغه خبرداری ورکړی و، چې که دا خطر دفع نه شي، روسیه او ملګري هېوادونه به یې د دغو وسله والو د ځپلو لپاره په افغانستان کې عملیات وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي