۰

د افغانستان د لوړو زده وزارت ایران ته یو پلاوی لېږي

پنجشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۴
ټاکل شوې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونو تر منځ د زده کړو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه یو پلاوی ایران ته ولېږي.
د افغانستان د لوړو زده وزارت ایران ته یو پلاوی لېږي
ټاکل شوې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونو تر منځ د زده کړو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه یو پلاوی ایران ته ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني کابل کې د ایران د سفیر بهادر امینیان سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزه علمي او اکاډمیکو همکارۍ په پیاوړتیا خبرې اترې او موافقه کړې ده.

د لوړ زده کړو سرپرست وزیر ویلي، چې افغانستان په علمي پرمختګ او د پوهنتونو د ظرفیت په لوړتیا کې د ایران همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړي، چې په ایران کې د افغان ګډوالو لپاره د تحصلي فرصتونو د برابرولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو او د تحصلي بورسیو لپاره به د لوړو زده کړو وزارت یو تخنیکي ټیم ایران ته سفر وکړي.

ښاغلي حقاني د دغه پلاوي د تګ وخت نه دی په ګوته کړی، خو ټینګار یې کړی، چې پلاوی به په یادو برخو کې د همکارۍ لپاره د ایراني چارواکو سره ګډ کار وکړي.

په ورته وخت د ایران سفیر امنینیا هم په دې برخه کې افغانستان ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ویلي، ایران د افغانستان لومړيتوبونو ته په کتو هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې به له افغان تخنیکي ټیم سره خپلې تجربې شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي