۰

ټرمپ: موږ په افغانستان کې تسلیم شوو

شنبی ۱۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۳
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په اړه خبرې کړې وایي، دوی په افغانستان کې د هغه ډلې کسانو ته تسلیم شول، چې وسلې یې نه درلودې.
ټرمپ: موږ په افغانستان کې تسلیم شوو
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په اړه خبرې کړې وایي، دوی په افغانستان کې د هغه ډلې کسانو ته تسلیم شول، چې وسلې یې نه درلودې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون جمعه د لړم ۱۴ مه د امریکا د ۲۰۲۰ جنجالي ولسمشریزه ټاکنو د کلیزې په تړاو خبرو کې ویلي، چې له افغانستان د امریکا وتل ډېر شرموونکی کار وو.

ټرمپ زیاته کړې«دا ان وتل نه و، بلکې تسلیمي وه او د تسلیمي هم د هغه کسانو په وړاندې چې ان وسلې یې نه درلودې، ۸۵ میلیارډ ډالر او ۱۳ سرتېري مو له لاسه ورکړل او دېری سخت ټپیان شول.»

دغه راز ټرامپ د امریکا د تېر کال تر ولسمشریزه ټاکنو وروسته پېښې ډې بدې توصیف کړې او ویې ویل، چې د امریکا ځواک په نړۍ کې ډېر ټیټې کچې ته ورسېده.

هغه ویلي«زموږ د هېواد په تاریخ کې موږ په دومره ټیټه نقطه کې نه و، لکه نن چې یو.»

ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن او ادارې یې ویلي، چې دوی د افغانستان په اړه د ټرمپ د دوحې تړون د عملي کولو پرته بله لار نه درلوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي