کابل کې د چین سفیر وانګ يي وايي، هېواد به یې افغان سوداګرو ته د وېزې د ورکړې په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین سفیر دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا امیرخان متقي سره لیدنه کې کړې دي.
ښاغلي متقي پرون شنبې د لړم ۱۵ مه ماښام مهال کابل کې د چین له سفیر وانګ یي سره ولیدل او دواړو پر دوه اړخیزه اړیکو، د بهرنیو چارو وزیرانو پر وروستۍ لیدنه، ګډې سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د جلغوزو پر صادراتو خبرې ترې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بخلي وايي، ښاغلي متقي له چینايي لوري وغوښتل، چې افغان سوداګرو ته د وېزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
دی وايي، د چین سفیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې افغان سوداګرو ته به د چين د ويزو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابروي.
مجاهد زیاتوي، د بهرنيو چارو وزير له چين څخه مننه وکړه چې د دوو هېوادونو ترمنځ د سياسي او تجارتي اړیکو د پراختيا په برخه کې هڅې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل