مولوي کبیر له محمد اکبري سره لیدلي دي

16 عقرب 1400 ساعت 8:01

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع د علماو شورا له غړي استاد محمد اکبري سره لیدلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع د علماو شورا له غړي استاد محمد اکبري سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ښاغلي مولوي کبیر او استاد اکبري لیدنه پرون شنبې د لړم ۱۵ مه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په دغه لیدنه کې د اسلامي امارت او اهل تشیع هېوادوالو پر دوستي، همسویي او همغږي او همدارنګه د قومونو پرزیات یووالي ټینګار وشو.

ښاغلي مجاهد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، دا څوم ځل دی، چې طالب چارواکي د اهل تشیع د علماو شورا او د دغه شورا له غړو سره ګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144363

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144363/

جمهور
  https://www.jomhornews.com