
اسلامي امارت د المان د وروستي اعلان هرکلی کړی دی
17 عقرب 1400 ساعت 9:25
د افغانستان اسلامي امارت د المان د حکومت د هغه اعلان هرکلی، چې وايي، دې ډلې سره د اړیکو د پراختیا لپاره په بیا کتنه بوخت دي.
د افغانستان اسلامي امارت د المان د حکومت د هغه اعلان هرکلی، چې وايي، دې ډلې سره د اړیکو د پراختیا لپاره په بیا کتنه بوخت دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تمه کېږي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مارک پوتزل په مشرۍ یو الماني پلاوی نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.
د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق وايي، اسلامي امارت د جرمني د دې پرېکړې هرکلی کوي او هیله لري، چې المان کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
ښاغلي وثیق دا تمه هم ښودلې، چې د اسلامي امارت واکمني به د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي.
د المان ځينو رسنيو له د اسلامي امارت سره د خپل هېواد د اړيکو نوې بڼه له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د هڅو زياتوالی ښودلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 144405
دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/144405/
جمهور
http://jomhornews.com