ډيفنس نیوز: د امریکا هوايي ځواک لا هم په سیمه کې دی

17 عقرب 1400 ساعت 10:06

د ډيفنس نیوز په نامه یوې امریکايي نشریې لیکلي، چې د امریکا د هوايي ځواک حضور په بشپړه توګه په سیمه کې نه دی ختم شوی.


د ډيفنس نیوز په نامه یوې امریکايي نشریې لیکلي، چې د امریکا د هوايي ځواک حضور په بشپړه توګه په سیمه کې نه دی ختم شوی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې ټینګار کړی، چې امریکا لا هم په سیمه کې د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره د څار او هوايي ځواک د فعال ساتلو لپاره کار کوي.

د سرچینې په وینا امریکا لا هم په سیمه او د افغانستان په شاوخوا کې خپل هوايي نظامي حضور په بشپړه توګه پای ته نه دی رسولی.

د مطلب د لیکوال په خبره امریکا په سیمه کې د خطر احساس کوي نو له همدي امله یې په عرب سمندر او نورو سیمو کې سترې بېړۍ ولاړې دي او د دې احتمال شته چې د خطر په صورت کې بېړنی اقدام وکړي.

دغه نشریې ته پخوانیو نظامي چارواکو هم ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته رسولی دی خو دا په دې مانا نه ده چې دوی به په بشپړه توګه هلته له څارنې او پلټنې لاس اخیستی وي.

د یادونې ده، چې امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو، د خطر د لیدو په صورت کې د هر ډول غبرګون لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.

واک ته د طالبانو له رسېدو څه موده وروسته هم په کابل او ځينو ولایتونو کې د ډرون الوتکو غږونه اورېدل کېدل، چې طالبانو پرې توندې نیوکې وکړې.

د اسلامي امارت چارواکو ویل، چې د دغه ډرون ګرځېدا د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې د هوکړې خلاف عمل دی او باید مخینوی یې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 144417

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144417/

جمهور
  https://www.jomhornews.com