د ترویکا غونډه دا ځل په اسلام آباد کې جوړېږي

18 عقرب 1400 ساعت 11:45

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي، د افغانستان په اړه د ترویکا راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړېږي.


د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي، د افغانستان په اړه د ترویکا راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، د ترویکا غونډه روانه اونۍ په اسلام اباد کې جوړېږي او په هغه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.

نوموړي کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو ښایي په همدې راتلونکو درېیو ورځو کې دغه غونډه ترسره شي.

ترویکا د افغانستان په اړه د روسیې ش لوري رامنځ ته شوی فلټ فارم دی چې په هغه کې د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه برخه لري او موخه یې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل دي.

د یادونې ده، چې د دې غونډو دوه مخکیني پړاوونه په روسیه کې ترسره شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144448

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144448/

جمهور
  https://www.jomhornews.com