نړیوال بانک: دا تصور نه شو کولی چې افغانستان کې فعالیت پیل کړو

18 عقرب 1400 ساعت 12:12

د نړیوال بانک مشر ډېوېډ ملپاس وایي، د افغانستان د اقتصاد دړې وړې کېدو ته په پام د دې تصور نه شي کولی چې په دې هېواد کې د ننه به خپل فعالیت پیل کړي.


د نړیوال بانک مشر ډېوېډ ملپاس وایي، د افغانستان د اقتصاد دړې وړې کېدو ته په پام د دې تصور نه شي کولی چې په دې هېواد کې د ننه به خپل فعالیت پیل کړي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې ملپاس چې پرون دوشنبې د لړم ۱۷ مهه واشنګټن کې د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې ویلي، د دوی پر وړاندې یوه ستونزه د تادیې د سیسټم نشتوالی دی چې د ده په وینا دې هېواد ته د پیسو د لېږد مخه نیسي.

باید و ویل شي، چې نړیوال بانک په اوس وخت کې په افغانستان کې له شلو زیاتې پراختیایي پروژې مخ ته وړي او له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یې له دې هېواد سره د ۵،۳ میلیارډه ډالرو مرسته کړې چې ډېره یې وړیا ده.

د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، پر نړیوال بانک سربېره د پیسو نړیوال وجهي صندوق IMF هم د سوونو میلیونه ډالرو مرستې بندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144453

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144453/

جمهور
  https://www.jomhornews.com