د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز یو ځل بیا د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.
نوموړې په ټینګار سره زیاته کړې، دا د ملګرو ملتونو ملتونو او نړیوالې ټولنې مسوولیت دی، چې د میلیونونه وګړو ژوند وژغوري.
مېرمن لاینز وايي، همدا اوس په افغانستان کې لوږه د پراختیا په حال کې ده، چارې په ټپه ولاړې دي او د جګړو د دایمي پای ته رسېدو مسئله هم د ډاډ وړ نه ده.
د هغې په وینا په وروستۍ میاشت کې په بېلو پېښو کې په ټول افغانستان کې شاوخوا زر کسه وژل شوي او دا هر څه د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنې ډېروي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن لاینز تمه ښوودلې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه معقوله پرېکړه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل