د افغانستان په اړه د هند غونډه د چین او پاکستان له ګډون پرته پیلېدونکې ده

19 عقرب 1400 ساعت 9:34

ټاکل شوې نن چهارشنبې د لړم ۱۹ مه د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي، خو چین او پاکستان به په کې نه وي.


ټاکل شوې نن چهارشنبې د لړم ۱۹ مه د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي، خو چین او پاکستان به په کې نه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه غونډه کې د روسیې، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ملي امنیت سلاکاران برخه اخلي.

د غونډې موضوع د افغانستان په روان وضعیت خبرې اترې.

په دې غونډه کې پاکستان او چین ته هم بلنه ورکړې شوې وه خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف تر رد وروسته چین هم په کې د نه ګډون اعلان وکړ.

امریکا تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان لپاره یې ځانګړي استازي ټام ویست دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې هند او پاکستان ته به د افغانستان په اړه د خبرو لپاره لاړ شي.

په هند کې د افغانستان په اړه غونډه پر داسې مهال جوړېږي، چې سبا پنشنبې د لړم ۱۹ مه اسلام آباد کې هم د افغانستان په اړه د ترویکا غونډه جوړېدونکې ده.

په دې غونډه کې د روسیې، چین، امریکا او د طالبانو استازي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د پاکستان په غونډه کې د ګډون لپاره ټاکل شوې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوی په مشرۍ نن اسلام آباد ته ولاړ شي.

خو د هند په غونده کې بیا طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې، مګر طالبانو دغه غونډې ته خوشبیني ښودلې او تمه لري چې د افغانستان او سیمې په ګټه وي.

د طالبانو یو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني سیمه ییزې غونډې د افغانستان په خیر او ګټه وبللې.

نوموړي ویلي، د سیمې هېوادونه او ګاونډیان متفق دي چې په افغانستان کې امنیت وي، اقتصادي پرمختګ وي او په خپلو پښو ولاړ وي، ځکه چې دا هم د افغانستان په ګټه دی او هم د سیمې.

سمنګاني زیاته کړې، اسلامي امارت د دغه ډول غونډو په اړه اندېښنه نه لري او په دې نظر دی چې باید په راتلونکې کې په دا ډول غونډو کې په مستقیم ډول حضور ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com