د روغتیا نړیوال سازمان وایي سږ کال د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د شرې ناروغۍ زرګونه ماشومان نیولي او نږدې ۱۰۰ یې مړه کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی که په سمدستي توګه اقدام ونشي ښایي نور ډېر ماشومان به مړه شي.
دغه سازمان یاتوي، په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت او په ماشومانو کې د خوارځواکۍ له کبله د شري د ناروغۍ خپرېدل د اندېښنې وړ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس ویلي، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره د شري ناروغي د مرګ سزا ده.
په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د شري ناروغۍ ۲۴ زره قضیې په کلینیکونو کې ثبت شوي او ۲۳۹۷ یې په لابراتورونو کې د معایناتو له مخې هم تثبیت شوي دي.
مېرمن هاریس ویلي«له بده مرغه د ۸۷ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی او که ژر تر ژره عمل ونشي، لا ډیره مړینه به رامنځته شي.»
ملګرو ملتونو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ تر ټولو د ناوړه بشري ناورین سره مخ دی او نیمایي هیواد د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی.
دې ادراې همدرانګه ویلي چې د ژمي په راتګ سره میلونونه افغانان د لوږې او هېواد پرېښودو سره مخ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل