۰

روانه میاشت پر لسګونه زره افغانانو بشردوستانه مرستې وېشل شوي

شنبی ۲۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۸
ملګري ملتونه وايي، روانه میاشت تر دې مهاله په افغانستان کې په لسګونه زره بې وزله کسانو بشردوستانه مرستې وېشل شوې دي.
روانه میاشت پر لسګونه زره افغانانو بشردوستانه مرستې وېشل شوي
ملګري ملتونه وايي، روانه میاشت تر دې مهاله په افغانستان کې په لسګونه زره بې وزله کسانو بشردوستانه مرستې وېشل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د دوی کار لا هم په چټکۍ روان دی او هره ورځ هڅه کوي، چې اړمن کسان تشخیص او مرستې ور ورسوي.

دغه اداره زیاتوي، چې په روانه میاشت د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې ټولټال ۲۷۸ زره اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسول شوې دي.

د سرچینې په وینا له ډلې د افغانستان په شمال ختیځ کې کابو ۹۵ زره کسانو، خوست کې ۱۶ سوه کسانو، ختیځ کې ۱۵۰ زره کسانو، شمال کې کابو ۳ زره کسانو او په لوېدیځ کې ۱۴ زره کسان تثبیت او مرستې به ورورسېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي چې د ژمي تر را رسېدو مخکې په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته اړینې مرستې ووېشي او په دې توګه د انساني ناورین مخنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي