امریکا په منځني ختیځ کې خپل حضور پیاوړی کوي

23 عقرب 1400 ساعت 8:22

امریکا وایي، تر افغانستان وروسته په منځني ختیځ کې د خپل حضور د پياوړي کولو لپاره کار کوي.


امریکا وایي، تر افغانستان وروسته په منځني ختیځ کې د خپل حضور د پياوړي کولو لپاره کار کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوه امریکايي جنرال رسنیو ته ویلي دوی دمګړی په منځني ختیځ کې پياوړی حضور لري.

خو دا چې په سیمه کې له ګڼو هېوادونو سره په سیالۍ کې دی، نو هڅه کوي چې له افغانستان تر وتلو وروسته په منځني ختیځ کې پیاوړی حضور ولري.

د دغه جنرال په وینا دوی به پر خپلو وړتیاوو، تاسیساتو او نظامي قوت له سره کتنه کوي او د پياوړتیا لپاره به یې اړین ګامونه اوچتوي.

د یادونې ده، دمګړی د امریکا تر ټولو ستره اډه په منځني ختیځ کې په قطر کې ده چې له هغه ځایه په سوریه، عراق او افغانستان کې خپل فعالیتونه تنظیموي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144586

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144586/

جمهور
  https://www.jomhornews.com