روسیه: امریکا د غلتو سیاستونو پر بنسټ د افغانستان پانګه کنګل کړې ده

23 عقرب 1400 ساعت 8:34

په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړي استازي واسیلي نبنزیا یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر سیاسیتونو نیوکه کړې او دغه سیاستونه یې ناکام بللي دي.


په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړي استازي واسیلي نبنزیا یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر سیاسیتونو نیوکه کړې او دغه سیاستونه یې ناکام بللي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه روسیې دیپلومات ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا سیاسي او بشردوستانه سیاسیتونو ماته خوړلې او ناکام دي.

نوموړي د اتریش پلازمینه وین کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، چې امریکا د خپلو غلتو سیاسیتونو پر اساس د افغانستان پانګه کنګل کړې ده.

د روسیې استازی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم امریکا د افغانستان څه باندې ۹ میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه.

که څه هم طالبانو او ځینې نورو هېوادونو په وار وار له امریکا غوښتي، چې د افغانستان پانګه خوشې کړي، خو امریکا وایي، تر چې طالبانو ټول شموله حکومت نه وي جوړ کړی، ښځو ته یې د تعلیم اجازه او بشري حقونه نه وي خوندي کړي او له امریکا سره یې کړې ژمنې نه وي عملي کړې، پانګه به خوشې نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 144590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com