۰

دفاع وزارت: ډېر ژر به اسلامي اردو جوړه شي

یکشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۳
د افغانستان دفاع وزارت وايي، ډېر ژر به اسلامي اردو چې خپل هېواد، خلکو او امنیت ته ژمنه وي جوړه شي.
دفاع وزارت: ډېر ژر به اسلامي اردو جوړه شي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، ډېر ژر به اسلامي اردو چې خپل هېواد، خلکو او امنیت ته ژمنه وي جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له سکای نیوز سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، اردو درلودل د هر دولت مسلم حق دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې ډېر ژر اسلامي اردو جوړه کړي.

ښاغلي خورازمي زیاته کړې، د یادې اردو دنده د افغانستان له ملي حاکمیت او خپلو خلکو ساتنه او د خاورې پالنه ده.

ده ټینګار کړی دی چې دا اردو به په نظامي لحاظ تر ټولو مجهزه وي او له معنوي اړخه به خپلواکه، خاورې ته صادقه وي او په پوره ایمانداري به د خپلو خلکو دفاع او ساتنه کوي.

د خوارزمي په وینا په دقیق ډول د یادې اردو د بشپړېدو نیټه نه شي اعلانولی خو په خبره یې ډېر ژر به تکمیل او د خپلې خاورې دفاع ته چمتو شي.

نوموړي د تېرې اردو په اړه ویلي چې د تېر نظام په اردو کې هم خاورې ته ژمن افسران او جنرالان ول چې یو شمېر یې اوس هم په دندو بوخت دي او له هر ډول تبعیض پرته د نوې اردو په لیکو کې خدمت کوي.

د دفاع وزارت ویاند دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات سرپرست امیرخان مقتي په پاکستان کې د یوې ناستې پر مهال و ویل، چې افغانستان سترې اردو ته اړتیا نه لري او نه به هم دوی د پخواني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خپلو لیکو کې ځای ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي