د ښارګوټو او موټر پلورنځیو اسناد څېړل کېږي

24 عقرب 1400 ساعت 8:13

د افغانستان د عدلیې وزارت یو پلاوی ټاکلی څو د جوړو شویو ښارګوټو، د معاملاتو د لارښود مرکزونو او موټر پلورنځیو اسناد وڅېړي.


د افغانستان د عدلیې وزارت یو پلاوی ټاکلی څو د جوړو شویو ښارګوټو، د معاملاتو د لارښود مرکزونو او موټر پلورنځیو اسناد وڅېړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عدلیې وزارت دغه کار د ځمکو د غصب او ناقانونه ښارګوټو پر وړاندې مبارزه بولي او وايي پر وړاندې به یې قانوني چلند کېږي.

د عدلیې وزارت ویاند مفتي محمد بشار ویلي، وزارت د ټولو ښارګوټو، معاملاتو لارښود له دفترونو او موټر پلورنځیو غوښتي، چې تر دوه ورځو پورې خپل اسناد دغه کمېسیون ته وسپاري.

دغه پلاوی به دا هم څېړي، چې د پارک، مدرسې يا جومات ځمکه خو به چا نه وي غصب کړې.

عدلیې وزارت اوس دا نه دي ویلي،چ ې څومره ځمکه غصب شوې، خو وړاندې د يو ميليون او ۳۰۰ زره جريبه ځمکې د غصب خبر ورکړل شوی و.

ويل کېږي، چې دا غصب د شاوخوا ۱۵ زرو زورواکو او مخکينيو چارواکو له لوري شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144623

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144623/

جمهور
  https://www.jomhornews.com