د علومو اکاډمۍ نوي رییس په خپل کار پیل وکړ

24 عقرب 1400 ساعت 8:19

مولوي فرید الدین محمود چې د اسلامي امارت له خوا د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رییس په توګه ټاکل شوی و، رسمآ په خپل کار پیل کړ.


مولوي فرید الدین محمود چې د اسلامي امارت له خوا د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رییس په توګه ټاکل شوی و، رسمآ په خپل کار پیل کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې ریاست په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رییس په توګه خپله دنده پیل کړه.

سرچینې زیاته کړې، چې نوموړی د طالبانو د لومړي حکومت په دوران کې هم د علومو اکاډمۍ د مرستیال په توګه دنده تر سره کړې ده.

مولوي فرید الدین د پکتیکا ولایت اوسېدونکی دی، چې په اسلامي علومو کې یې په افغانستان او پاکستان کې زده کړې کړې دي.

نوموړي تر دې وړاندې د پکتیکا د والي په توګه هم دنده تر سره کړې او د طالبانو د لومړي امارت تر نسکورېدو وروسته تر ډېره د زده کړو په برخه کې فعال و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144624

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144624/

جمهور
  https://www.jomhornews.com