د پنځو هېوادونو دیني عالمانو افغانستان کې د ټول ګډون حکومت غوښتنه کړې

24 عقرب 1400 ساعت 8:44

د سیمې د یو شمېر هېوادونو دیني عالمانو په یوه انلاین غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې او په دغه هېواد کې یې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.


د سیمې د یو شمېر هېوادونو دیني عالمانو په یوه انلاین غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې او په دغه هېواد کې یې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د یو شمېر سیاسیونو په ګډون، د ایران، هند، فلسطین، عراق او پاکستان دیني علمان پرون یکشنبې د لړم ۲۳ مه د انلاین کنفرانس له لارې پر افغانستان سره غږېدلي دي.

دوی په دغه کنفرانس کې په یوه خوله په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه او د نوي حکومت پر مسوولینو یې غږ وکړ، چې له تېرو تجربو درس واخلي او د یوه باثباته افغانستان لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

دغه دیني عالمان ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې باید د ټولو افغانانو له ګډون حکومت جوړ شي او ټول قومونه دې ځان پکې وویني.

دیني عالمانو دغه راز په افغانستان کې د اقلیتونو، مېرمنو او نجونو د حقونو پر خوندي کولو هم ټینګار کړی دی.

دوی له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي او له دغه هېواد سره مرسته وکړي چې ترهګرې ډلې له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144628

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144628/

جمهور
  https://www.jomhornews.com