د چمن دروازه اوس د سهار له اتو د مازیکر تر شپږو بجو پورې خلاصه وي

24 عقرب 1400 ساعت 8:49

راپورونه وايي، د کندهار سپین بولدک چمن دروازه به هر سهار له اتو د مازدیګر تر شپږو بجو پورې د سوداګرو پر مخ پرانیستې وي.


راپورونه وايي، د کندهار سپین بولدک چمن دروازه به هر سهار له اتو د مازدیګر تر شپږو بجو پورې د سوداګرو پر مخ پرانیستې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا کار وروسته له هغې شوی، چې د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو تر منځ څو ورځې وړاندې د سوداګریزو اسانتیاوو په زیاتولو هوکړه وشوه.

پاکستاني رسنۍ هم وايي، پاکستان ته د افغانستان د پلاوي د سفر په لړ کې د سوداګرۍ برخه کې پر مهمو مواردو هوکړه شوې ده.

سرچینې زیاتوی، چې د همدې هوکړې له مخې به د کندهار سپین بولدک چمن دروازه هر سهار له اتو د مازدیګر تر شپږو بجو پورې د سوداګرو پر مخ پرانیستې وي.

رسنۍ زیاتوي، پاکستان د سوداګرۍ برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ژمنه هم کړې ده.

د یادونې ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلو برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده خو تر اوسه پورې یې حتی پر یوه هغه هم عمل نه دی کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144629

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144629/

جمهور
  https://www.jomhornews.com