د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اروپايي ټولنه د دغه هېواد په ترمز ښار کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په خاطر یو مرکز پرانیزي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، دا څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف سره بروکسل کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
سرچینه وايي، دواړو لورو د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې اترې کړې او د ارپايي ټولنې استازي د هغې همکارۍ له کبله مننه کړې، چې له افغانستان څخه یې د اروپایي اتباعو د تخیلې په برخه کې کړي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې دوی له ازبکستان سره د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې همکارۍ ته لېواله دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره به ګډې هڅې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل