۰
بي بي سي:

بریټانوي ځواکونو افغانستان کې ګڼ شمېر بې دفاع اسیران وژلي

سی شنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۷
بې بي سي انګلیسي په یوه راپور کې ویلي، چې بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې ګڼ شمېر بې دفاع اسیران وژلي دي او بیا یې اسناد او شواهد له منځه وړي دي.
بریټانوي ځواکونو افغانستان کې ګڼ شمېر بې دفاع اسیران وژلي
بې بي سي انګلیسي په یوه راپور کې ویلي، چې بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې ګڼ شمېر بې دفاع اسیران وژلي دي او بیا یې اسناد او شواهد له منځه وړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور د برېتانوي ځانګړو ځواکونو د یو شمېر هغو سرتېرو له قوله چې په افغانستان کې یې ماموریت تر سره کړی، خپور کړی دی.

دغه سرتېرو ویلي، بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې ګڼ شمېر بې دفاع اسیران وژلي دي او بیا یې اسناد او شواهد له منځه وړي دي.

راپور وايي، د بریټانیا ځانګړو ځواکونو په داسې حال کې دا بې دفاع اسیران وژلي دي چې د هغوی له لوري دوی ته هیڅ راز ګواښ هم متوجه نه وو.
سرچینې زیاته کړې، بریټانوي عسکرو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې اووه تنه هغه بې دفاع افغانان هم وژلي دي چې هڅه یې کوله ځانونه پټ کړي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې هم د ناټو عسکرو په افغانستان کې ورته وژنې کړې دي، خو د څېړنو تر ژمنې ورهاخوا یې په اړه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي