۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه جوړه وي

سی شنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۱
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي او په کې د دغه هېواد پر سوله او امنیت خبرې اترې وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه جوړه وي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي او په کې د دغه هېواد پر سوله او امنیت خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د امنیتي مسایلو او سولې رامنځ ته کولو برخې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې نن په نړۍ کې د سولې او امنیت په اړه کنفرانس جوړېږي او افغانستان به د دې کنفرانس مهمه اجنډا وي.

سرچینه کاږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز به د دې کنفرانس ګډونواله وي او د افغانستان استازیتوب به کوي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلو اداراتو د افغانستان په اړه کنفرانسونه جوړ کړي وو او دلته یې د دایمي سولې د راتګ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د دغه کنفرانس هرکلی کړی او تمه یې ښوودلې چې دلته د سولې او امنیت له راتګ سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي