قریشي: پاکستان نه غوښتل امریکا دومره په بېړه افغانستان پرېږدي

25 عقرب 1400 ساعت 13:07

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا په ډېره بېړه له افغانستان څخه خپل ځواکونه و ایستل.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا په ډېره بېړه له افغانستان څخه خپل ځواکونه و ایستل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي چې د پاکستان د دفاع ملي پوهنتون ته یې وینا کوله زیاته کړې، دوی نه غوښتل امریکا دومره په بېړه خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

دی وايي، پاکستان په وار وار امریکا ته له افغانستان څخه د وتلو په اړه خبرداری ورکړی او ورته ویلي یې وو چې د ځواکونو وتلو مسئله باید د بین الافغاني مذاکراتو له پرمختګ سره تړلې وي،  خو امریکا د ځواکونو په ایستلو کې بېړه وکړه.

قریشي ویلي، په افغانستان کې د اوسني وضعیت پړه د امریکا پر غاړه ده.

ده ټینګار کړي، چې دوی مخکې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده او اوس یو ځل بیا ټینګار کوي چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره پوره همکاري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com