هند او فرانسې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي

26 عقرب 1400 ساعت 11:06

د هند یوه پلاوي د فرانسې پلازمېنه فاریس کې له فرانسوي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې او خپله اندېښنه یې ورسره شریکه کړې ده.


د هند یوه پلاوي د فرانسې پلازمېنه فاریس کې له فرانسوي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې او خپله اندېښنه یې ورسره شریکه کړې ده.

 جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې هندي چارواکو دا وېره ښکاره کړې، چې هسې نه افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي.

هندي چارواکو زیاته کړې، دوی په نړیوالو کنفرانسونو په تېره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هڅه کوي افغانستان ته د نړۍ پام واړوي او دا ډاډ تر لاسه کړي چې له دې ځایه به سیمې ته ګواښونه نه جوړېږي.

په ورته وخت فرانسوي چارواکو ویلي، دوی هم له نړۍ او هند سره په ګډه د افغانستان پر وضعیت کتنه کوي او تمه لري چې په دغه هېواد کې دایمي امنیت او ثبات تامین شي.

هندي لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نوي حکومت سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان به هېڅ ډول ګواښ نه ورته جوړېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com