کابلوف:

مسکو په تمامه مانا افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو هڅه کوي

26 عقرب 1400 ساعت 11:09

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، مسکو په تمامه مانا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او ثبات د ټینګښت هڅه کوي.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، مسکو په تمامه مانا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او ثبات د ټینګښت هڅه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف ټینګار کړی، چې روسیه د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکې ده او د همدې لپاره هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، مسکو هڅه کوي په څنګ کې یې داسې یو افغانستان رامنځ ته شي چې د هېڅ ګاونډي او یا بل هېواد لپاره خطر جوړ نه کړي.

کابلوف ویلي روسیه په تمامه مانا هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي او په افغانستان کې پرمختګ او ثبات ته لار پرانیزي.

د روسیې ځانګړي استازي ټينګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او دوی ته اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کړي.

ده د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه ویلي شرط دا دی، چې طالبان ټول ګډونه حکومت جوړ او دغه راز بشري حقونو ته درناوی وکړي.

کابلوف خوښي ښودلې، چې طالبان به په تدریجي ډول د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144720

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144720/

جمهور
  https://www.jomhornews.com