قریشي: د افغانستان په اړه د چین غونډه ته طالبان هم بلل کېږي

26 عقرب 1400 ساعت 13:58

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د افغانستان په اړه چین کې غونډه جوړېدونکې ده او دغه غونډې ته به طالبان هم وبلل شي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د افغانستان په اړه چین کې غونډه جوړېدونکې ده او دغه غونډې ته به طالبان هم وبلل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي د دغه غونډې د جوړېدو کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو ویلي یې دی، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمې غونډې ته به د طالبانو د حکومت استازي هم ور وبلل شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي، چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او ایران تر څنګ د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران هم وروبلل شي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه تر دې وړاندې په مسکو، تهران او په دې وروستیو کې په پاکستان کې هم غونډې جوړې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144729

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144729/

جمهور
  https://www.jomhornews.com