کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وايي، چې د مسکو د بشري مرستو لومړۍ محموله به نن افغانستان ته را ورسېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بشري مرستې د روسیې د دفاع وزارت په یوه الوتکه کې کابل ته راوړل کېږي، چې ۳۶ ټنه خوراکي، روغتیايي او نور اړین توکي په کې شامل دي.
دا مرستې به په بېوزلو کورنیو و وېشل شي او د روسیې د سفیر په وینا طالب چارواکو ډاډ ورکړی، چې دغه مرستې به په شفاف ډول تر اړمنو کسانو ورسول شي.
په ورته وخت د روسیې سفیر دا هم ویلي، دغه الوتکې به له کابل څخه د ستنیدو پر وخت په افغانستان کې ایسار پاتې روسي اتباع او ۹۰۰ افغان محصلین روسیې ته ولېږدوي.
جمهورخبري آژانس:کابل