۰

کابل کې د داعش یوه ځاله له منځه وړل شوې ده

پنجشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۲
د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د داعش په یوه مرکز چاپه وهلې او له منځه یې وړی دی.
کابل کې د داعش یوه ځاله له منځه وړل شوې ده
د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د داعش په یوه مرکز چاپه وهلې او له منځه یې وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه عملیات تېره شپه د لړم (۲۶مه) د کابل ښار د سرای شمالي په خیرخانه سیمه کې شوي دي.

مرستیال طالب ویاند انعام الله سمنګاني په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دغه عملیاتو پر مهال یو داعشي وژل شوی او څو تنه نور ژوندي نیول شوي دی.

هغه زیاته کړې« تېره شپه د کابل د سرای شمالي په خېرخانې سیمه کې د داعش خوارجو یوه ځله کشف او له منځه یووړل شوه،یو تن داعش وژل شوی او څو تنه ژوندي نیول شوي، څېړنې ورڅخه روانې دي.»

طالبان په کابل کې د داعش د دغه مرکز د لمنځه وړلو خبر پر داسې مهال ورکوی، چې پرون چهارشنبې د کابل په دشتي برچي سیمه او دهبوریو کې دوه چاودنې وشوې.

راپورونه وایي، په دغه چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او د مېرمنو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه چاودنو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي