ټرمپ: له امریکايي تجهیزاتو سره د طالبانو رسم ګذشت خفه کړم

27 عقرب 1400 ساعت 13:00

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو له خوا د امریکايي وسلو او تجهیزاتو سره پوځي مانور یا رسمي ګذشت خفه کړی دی.


د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو له خوا د امریکايي وسلو او تجهیزاتو سره پوځي مانور یا رسمي ګذشت خفه کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا له ۸۵ میلیارد ډالري تجهیزاتو سره نظامي پرایډ وړاندې کړ.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له امریکایي تجهیزاتو سره د طالبانو رسم ګذشت لیدل یې په ژوند کې تر ټولو غمجنه منظره وه.

ټرمپ یو ځل بیا دغه مراسمو ته په اشارېې د افغانستان د اوسني وضعیت لامل ولسمشر جوبایډن بللی او ویلي یې دي، که دی په سپینه ماڼۍ کې وای، هېڅ امریکايي به دا بده منظره نه وه لېدلې.

ده زیاته کړې، د امریکا تسلیحات د طالبانو په لاس کې وو، په امریکایي زرهي ټانکونو کې سپاره وو او په امریکایي وسلو یې امریکا ته زور پیمانه کاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144769

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144769/

جمهور
  https://www.jomhornews.com