امریکايي او قطري چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

29 عقرب 1400 ساعت 8:08

راپورنه وايي، د امریکا د مالیې وزارت چارواکو د قطر له یو شمېر مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.


راپورنه وايي، د امریکا د مالیې وزارت چارواکو د قطر له یو شمېر مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه خبرو کې دواړو لورو له افغانستان د بشردوستانه مرستو د تامینولو په اړه بحث کړی دی.
د یادو خبرو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

له هغې وروسته چې قطر په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیک استازیتوب مسوولیت اخیستی لومړی ځل دی، چې دواړه لوري په افغانستان کې د بشري ناورین د مخینوي په موخه غږېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com