امریکا له ۱۰۰ کمو افغانانو د وېزې غوښتنې منلې دي

29 عقرب 1400 ساعت 8:22

د امریکا د مهاجرینو د فدرالي ادارې چارواکي وايي ۲۸ زره افغانانو د بشري دلایلو له امله په امریکا کې د لنډ مهالې اوسېدنې ویزو ته غوښتنې سپارلې دي.


د امریکا د مهاجرینو د فدرالي ادارې چارواکي وايي ۲۸ زره افغانانو د بشري دلایلو له امله په امریکا کې د لنډ مهالې اوسېدنې ویزو ته غوښتنې سپارلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې زیاته کړې، له دغه ډلې د سلو څخه کمو افغانانو د وېزې غوښتنې منل شوې دي.

په امریکا کې د دغو ویزو د غوښتونکو د کورنیو غړي او خپلوان او د کډوالو د ملاتړ یو شمېر امریکايي ډلې وايي د ویزو د پروسس دغه سست بهیر، د دوی خوندیتوب ګواښوي او د طالبانو تر تسلط لاندې افغانستان کې دوی له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کوي.

د بشري دلایلو له امله امریکا ته د تګ غوښتونکو افغانانو د ویزو د پروسس کولو په بهیر کې دغه ځنډ په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې له اویا زرو ۷۰۰۰۰ زیات افغان کډوال لا دمخه له افغانستان څخه د پوځي‌ تخلیې په پروسه کې بهر لېږدول شوي دي.

د دغو افغانان ډېر شمیر امریکا ته رسېدلي او د پوځ په اډو کې د امریکا په بیلابیلو برخو کې د میشت کېدو لپاره د لنډ وخت لپاره ساتل کیږي.

له دغې شمیرې ۲۰۰۰ زره کسان لاتراوسه هم د امریکا له خاورې بهر دي او د امنیتي سابقې له ارزونې وروسته به امریکا ته ولیږدول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144783

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144783/

جمهور
  https://www.jomhornews.com