۰
د طالبانو لیک ته د امریکا ځواب:

درته ویلي مو وو که واک په زور ونیسی غیر بشري مرستې درباندې بندو

شنبی ۲۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیک ته په ځواب کې ویلي، واشنګټن له مخکې طالبانو ته واضح کړې وه، چې واک به په زور نه نیسي.
درته ویلي مو وو که واک په زور ونیسی غیر بشري مرستې درباندې بندو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیک ته په ځواب کې ویلي، واشنګټن له مخکې طالبانو ته واضح کړې وه، چې واک به په زور نه نیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، امریکا طالبانو ته ویلي و، که په افغانستان کې د مخکني حکومت سره د خبرو پر ځای د زور د لارې واک تر لاسه کړي، غیرې بشري مرستې به پرې بندې شي.

نوموړي زیاته کړې، همداسې وشوه، طالبانو د خبرو پر ځای د زور له لارې واک تر لاسه کړ.

دی زیاتوي، د مشروعیت او ملاتړ لپاره د ترهګرۍ سره د مبارزې، ټولشموله حکومت جوړولو، د اقلیتونو، مېرمنو او نجونو حقونو ته د درناوي او په برابره توګه تعلیم او کار کولو ته د لاسرسي په ورکولو باید وګټل شي.

وېټ وايي، افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د کلونو وچکالۍ او کرونا وبا له کبله اقتصادي او بشري ستونزې وې، خو په وینا یې امریکا به د افغانستان د ولس سره خپلې مرستې روانې ساتې.

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، واشنګټن په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو او بشري مرستې کونکو سره هر ډول همکاري کوي.

ده ټینګار کړي، چې د طالبانو سره به ښکاره او ریښتینې دیپلوماسي پالي او په خبره یې که طالبان د شتمنیو خلاصېدل غواړي لومړی باید مشروعیت وګټي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا له کانګرس نه په یو پرانیستې لیک کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د خلاصید غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي