د طالبانو لیک ته د امریکا ځواب:

درته ویلي مو وو که واک په زور ونیسی غیر بشري مرستې درباندې بندو

29 عقرب 1400 ساعت 8:30

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیک ته په ځواب کې ویلي، واشنګټن له مخکې طالبانو ته واضح کړې وه، چې واک به په زور نه نیسي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیک ته په ځواب کې ویلي، واشنګټن له مخکې طالبانو ته واضح کړې وه، چې واک به په زور نه نیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، امریکا طالبانو ته ویلي و، که په افغانستان کې د مخکني حکومت سره د خبرو پر ځای د زور د لارې واک تر لاسه کړي، غیرې بشري مرستې به پرې بندې شي.

نوموړي زیاته کړې، همداسې وشوه، طالبانو د خبرو پر ځای د زور له لارې واک تر لاسه کړ.

دی زیاتوي، د مشروعیت او ملاتړ لپاره د ترهګرۍ سره د مبارزې، ټولشموله حکومت جوړولو، د اقلیتونو، مېرمنو او نجونو حقونو ته د درناوي او په برابره توګه تعلیم او کار کولو ته د لاسرسي په ورکولو باید وګټل شي.

وېټ وايي، افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د کلونو وچکالۍ او کرونا وبا له کبله اقتصادي او بشري ستونزې وې، خو په وینا یې امریکا به د افغانستان د ولس سره خپلې مرستې روانې ساتې.

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، واشنګټن په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو او بشري مرستې کونکو سره هر ډول همکاري کوي.

ده ټینګار کړي، چې د طالبانو سره به ښکاره او ریښتینې دیپلوماسي پالي او په خبره یې که طالبان د شتمنیو خلاصېدل غواړي لومړی باید مشروعیت وګټي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا له کانګرس نه په یو پرانیستې لیک کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د خلاصید غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144784

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144784/

جمهور
  https://www.jomhornews.com