یونیسف سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو نړیواله ورځ نه لمانځي

29 عقرب 1400 ساعت 8:51

د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یونېسف وايي، سږ کال په افغانستان کې د ماشوم نړیواله ورځ نه‌ نمانځي، ځکه په وینا یې سږ کال د افغان ماشومانو لپاره دغه ورځ توره ده.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یونېسف وايي، سږ کال په افغانستان کې د ماشوم نړیواله ورځ نه‌ نمانځي، ځکه په وینا یې سږ کال د افغان ماشومانو لپاره دغه ورځ توره ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اداره وايي، د ماشوم نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې له یو میلیون زیات ماشومان له سختې قحطۍ سره مخ دي.

یادې ادارې په یوه خبرباڼه کې ویلي، سره له ننه ‌يې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د خپلو ټولو ټولنیزو پاڼو پروفایلونه تور او خپل ډیجیټلي فعالیتونه درولي او په دې سره به دا وښيي چې په افغانستان کې ماشومان له هر بل وخته په ناورین کې دي.

یونېسف ویلي، له ۱۴ میلیونو زیات ماشومان په افغانستان کې کافي خوړو ته لاسرسی نه ‌لري او نه‌ پوهېږي چې راتلونکی به ‌یې څنګه کېږي.

یونېسف خبرداری ورکوي چې که د افغان ماشومانو د لاسنیوي لپاره نړیوال لاس په کار نه‌ شي لرې نه‌ ده چې د شري ناروغۍ تر څنګ کافي خوړو ته نه‌لاسرسی دغه برخه له بشري ناورین سره مخ کړي.

یونېسف دغه راز ټینګار کوي چې ټول افغان ماشومانو ته باید د خپل روښانه راتلونکې لپاره د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144787

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144787/

جمهور
  https://www.jomhornews.com