کابلوف: روسیه په افغانستان کې سترو پانګونو ته چمتو ده

29 عقرب 1400 ساعت 13:08

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، که افغان لوری ترې وغواړي، دوی په افغانستان کې سترو پانګونو ته چمتو دي.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، که افغان لوری ترې وغواړي، دوی په افغانستان کې سترو پانګونو ته چمتو دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا افغانستان کې بشري وضعیت باندې اندېښنه ښودلې خو وایي، د نړیوالو په مرسته دا وضعیت کنټرولېدلی شي.

نوموړي زیاته کړې، روسیه په افغانستان کې د داسې یوه حکومت غوښتونکې ده چې پر خپلو پښو ولاړ وي خو له سیمې او مسکو سره دوستانه اړیکې وپالي.

کابلفو ټینګار کړي، چې افغانستان پراخې او ګرانبیه طبعي زېرمې لري، چې د افغانستان په پرمختګ کې مهمه اغېزه لري.

دی وايي، روسیه په افغانستان کې د پښې د ځای پیدا کولو په لټه کې نه ده، خو له دغه هېواد سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې همکاري کولی شي.

کابلوف وایي چې که افغانستان ترې وغواړي او روسي پانګه وال تیار شي، نو دوی لېوالتیا لري چې په افغانستان کې په بېلو برخو کې سترې پانګونې وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي تمه ښوودلې چې نور دلته جګړې ختمې شي او دایمي ثبات سیمې او افغانستان ته راستون شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144798

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144798/

جمهور
  https://www.jomhornews.com