د امریکا د سولې انستیتوت:

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د منظمې حکومتولۍ په جوړولو کې ناکامه وه.

29 عقرب 1400 ساعت 13:34

د امریکا د سولې انستیتوت په یوه اوږده تحلیل کې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د محلي حکومتولۍ په جوړولو کې د نړیوالې ټولنې فعالیتونو ته کتنه کړې ده.


د امریکا د سولې انستیتوت په یوه اوږده تحلیل کې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د محلي حکومتولۍ په جوړولو کې د نړیوالې ټولنې فعالیتونو ته کتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه تحلیل کې ویل شوي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د منظمې حکومتولۍ په جوړولو کې ناکامه وه.

په تحلیل کې راغلي، نړیوالو په افغانستان کې میلیاردونه ډالر د یوه منظم حکومت او سیستم د جوړولو په موخه ولګول خو په څو اونیو کې د دغه اداراتو او سیستم سقوط وښوده چې نړیواله ټولنه په خپلو چارو کې ناکامه وه.

سرچینې زیاته کړې، نړیوالې ټولنې میلیاردونه ډالر په افغانستان کې بېځایه او پر موقتي پروژو لګولي دي او د حکومت جوړونې په برخه کې عملي شوې پروژې اغېزناکې نه وې.

په مطلب کې ویل شوي، په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د ناکامۍ لاملونه دا وو، چې یو خو یې د افغانستان عیني واقعیتونو ته سم نه و کتلي او له بلې خوا د فساد موجودیت د میلیاردونو ډالرو د بېځایه لګېدو سبب شوی دی.

د سولې انیستیتوت په دې تحلیل کې راغلي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د منظمې حکومتولۍ او خلکو ته د اړینو خدماتو د رسولو لپاره د یوه مدرن سیستم په جوړولو بریالۍ نه شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144803

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144803/

جمهور
  https://www.jomhornews.com