امریکايي قوماندان:

طالبانو له داعش سره مبارزه کې زموږ متحدین نه شي کېدای

30 عقرب 1400 ساعت 8:46

د امریکا د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال ریچارډ کلارک وایي، طالبان له داعش سره مبارزه کې د امریکا متحده ایالاتو متحدین او شریکان نه شي کېدای.


د امریکا د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال ریچارډ کلارک وایي، طالبان له داعش سره مبارزه کې د امریکا متحده ایالاتو متحدین او شریکان نه شي کېدای.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي جنرال زیاته کړې، چې امریکایي چارواکي دې په دې مبارزه کې نور افغانان او بهرني دولتونه له ځان سره ملګري کړي.

نوموړي ویلي«زه طالبان د خپلو شریکانو په توګه نه پېژنم.»

جنرال کلارک زیاتوي، چې ترهګري په سمیه کې لا هم موجوده ده او ورځ تر بلې پراخېږي.

ده له امریکايي چارواکو دا هم غوښتي، څو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه خپلې اطلاعاتي سرچینې همغږي او له هغې وروسته په مسوولانه ډول یې پر وړاندې اقدام وکړي.

دی وايي، دوی تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره لازم ظرفیتونه روزلي دي، چې په وینا یې له هغو ظرفیتونو اوس هم د داعش ډلې پر ضد په ښه توګه استفاده کېدای شي، چې باید هم وشي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 144818

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144818/

جمهور
  https://www.jomhornews.com