رویترز، د کابل اوسېدونکي خپلې راتلونکې ته خوشبین دي

30 عقرب 1400 ساعت 8:58

رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، چې کابل کې کار و بار بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی او د کابل اوسېدونکي خپلې راتلونکې ته خوشبینه دي.


رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، کابل کې کار و بار بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی او د کابل اوسېدونکي خپلې راتلونکې ته خوشبینه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې لوېدځیې رسنۍ د افغانستان په اړه مثبت راپور خپروي.

په دغه راپور کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې اقتصادي ستونزې خورا ډېرې دي او خلک له ډېر ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي خو بیا هم کسب او کار بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلی دی.

سرچینه زیاتوي، په دغه هېواد کې له دست فروشانو نیولې بیا تر لوکسو رسټورانټونو پورې ټولو بېرته په فعالیت پیل کړی دی او خپل ورځني عادي ژوند ته دوام ورکوي.

راپور کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم د کابل ښار اوسېدونکي خپلې راتلونکې ته خوشبین دي خو یو شمېر هټۍ‌وال د خپل کار د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144820

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144820/

جمهور
  https://www.jomhornews.com