اندرابي: پاکستان پر طالبانو فشار راوی، چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي

30 عقرب 1400 ساعت 9:26

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي په تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې پاکستان د طالبانو پلاوی ته ویلي، چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.


د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي په تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې پاکستان د طالبانو پلاوی ته ویلي، چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اندرابي زیاته کړې، دغه غوښتنه د امیرخان متقي په مشرۍ اسلام آباد ته له تللي پلاوی څخه شوې ده.

نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه زیاته کړې، د طالبانو پلاوی چې په دې وروستیو کې اسلام آباد ته تللی د هغه هېواد د چارواکو له خوا ورته ویل شوي، چې ټول شموله حکومت جوړ کړي.

اندرابي زیاته کړې، پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د حامد کرزي او عبدالله په شان کسان په خپل حکومت کې شامل کړی، چې نړیوال مو په رسمیت وپېژني.

دغه پخواني وزیر ټینګار کړي، که طالبان غواړي له نړیوالې انزوا څخه ووځي، باید د خلکو غوښتنې ومني ځکه قومي او استبدادي کړنلارې پایله نه لري.

د یادونې ده، چې د امیرخان مقتي په مشرۍ طالب پلاوی لس ورځې وړاندې اسلام آباد ته ولاړ او له مقابل لوري سره یې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

له دغه موضوعاتو څخه یوه او مهمه یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو خلاصون او د سوداګرۍ پراختیا وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144825

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144825/

جمهور
  https://www.jomhornews.com