د امریکا دفاع وزیر:

د منځني ختیځ د امنیت لپاره د امریکا ژمنه قوي او پرېکنده ده

30 عقرب 1400 ساعت 10:20

د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن له افغانستان څخه د امریکا له خطره ډک وتلو ته په اشارې سره ویلي، چې د منځني ختیځ د امنیت لپاره د امریکا ژمنه قوي او پرېکنده ده.


د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن له افغانستان څخه د امریکا له خطره ډک وتلو ته په اشارې سره ویلي، چې د منځني ختیځ د امنیت لپاره د امریکا ژمنه قوي او پرېکنده ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عمان پلازمېنه مانامه کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال ټينګار وکړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو سره د امریکا ژمنه قوي او قاطع ده.

نوموړي له افغانستان څخه د وتلو سوال ته په ځواب کې و ویل«پرېږدۍ واضح و وایم، امریکا د منځني ختیځ امنیت ته قوي او قاطع ژمنه لري.»

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونه په منځني ختیځ کې له قدرت څخه د ګټې اخیستنې پراخه وړتیا لري او اوس د معلوماتو په راټولولو کې ده.

په ورته وخت کې د امریکا ددفاع وزیر لویډ آسټن د افغانستان او امریکا د اړیکو په تړاو ویلي، افغانستان او امریکا د اړیکو څرنګوالی د وړاندوینې وړ نه دی او تر دې دمه په دې اړه په امریکایي حکومت کې واضح دريځ هم نه دی رامنځ ته شوی.

خو په وینا یې له دې هر څه سره لا هم له افغانستان سره د اړیکو لپاره هڅه کېږي.

د یادونې ده، امریکايي چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغانستان سره د اړیکو لپاره هڅه کوي، چې په همدې لړ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته نوی ځانګړی استازی هم وګوماره.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144833

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144833/

جمهور
  https://www.jomhornews.com