د افغانستان او ترکمنستان لوړ پوړو چارواکو په یوه ناسته کې د ګډو اقتصادي پروژو پر بیا پیل ټینګار کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکمنستان یو پلاوی پرون شنبې د لړم ۲۹ مه افغانستان ته راغلی او هرات کې یې له افغان لوري سره ناسته کړې ده.
راپورونه وايي، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و او د ګډو اقتصادي پروژو پر بیا پیل یې ټینګار وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر، په کابل کې د ترکمنستان سفیر او د دواړو هېوادونو د ځینو وزارتونو مرستیالان د دې غونډې برخه وال وو او په کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو تر څنګ پر ګډو اقتصادي پروژو خبرې شوې دي.
همدا راز په غونډه کې د اقتصادي پروژو پر امنیت هم بحثونه شوي دي او افغان لوري ډاډ ورکړی چې دوی په بشپړه توګه د سترو پروژو د امنیت تامین ته تیار دي.
امنیتي ادارو ویلي چې دوی په دې برخه کې ځانګړي پلانونه لري.
افغانستان له ترکمنستان سره د ګازو او برېښنا د لېږد پروژو کې هوکړه لري او هڅه کېږي د دغه پروژو په تېره بیا د ټاپي پروژې عملي چارې پيل کړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل