الماني ورځپاڼ:

المان به په نېږدې راتلونکې کې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

30 عقرب 1400 ساعت 13:49

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تر څرګندونو وروسته یوې الماني ورځپاڼې هم تایید کړې، چې المان به په نېږدې راتلونکې کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تر څرګندونو وروسته یوې الماني ورځپاڼې هم تایید کړې، چې المان به په نېږدې راتلونکې کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د جمهور آژانس د خبر له ښاغلي متقي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي و، چې د المان په ګډون به ګڼ هېوادونه بېرته کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د ښاغلي متقي تر خبرو وروسته د المان ولټ ام زونټاګ ورځپاڼې هم راپور ورکړي، چې المان هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

راپور زیاتوي، ډېر ژر به د افغانستان لپاره د المان سفیر ماکوس پوتزیل له طالبانو سره د ډیپلوماټیکې راشې درشي لپاره کابل ته سفر وکړي.

تر اوسه پورې هېڅ هېواد د افغانستان ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی خو یو شمېر هېوادونو لکه المان، ایټالیا او ترکیې ویلي چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او ډېر شمېر نورو هېوادونو بیا ویلي چې بشردوستانه مرستو ته د زمینې برابرولو لپاره له اسلامي سره په اړیکه کې دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د بریټانیا په ګډون یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو هم ویلي چې له اسلامي امارت سره له اړیکو پرته بله چاره نه شته.

د المان د سفارت د بېرته پرانستو خبر پر داسې مهال کېږي، چې متحده عربي اماراتو هم پرون په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144844

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com