
د رییس الوزرا مرستیال د اهل تشیع له یو شمېر مخورو سره لیدلي
30 عقرب 1400 ساعت 13:57
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو او قومي مخورو سره لیدلي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو او قومي مخورو سره لیدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه نن یکشنبې د لړم ۳۰ مه له غرمې وروسته شوې او په کې ښاغلي عبدالکبیر ویلي، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د امارت غېږه ټولو ته خلاصه ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د مولوي عبدالکبیر له قوله وايي، د افغانستان اسلامي امارت غېږه ټولو ته پرانیستې ده او ټولو وړ افغانانو ته به د خدمت لپاره زمینه برابره شي.
نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره تر ټولو لومړی شرط د یو پراخ بنسټه حکومت جوړول بلل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 144847
دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/144847/
جمهور
http://jomhornews.com