ملګري ملتونه: د افغانستان بانکونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي

1 قوس 1400 ساعت 13:35

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بانکونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.


د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بانکونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راپور چې نن دوشنبې د لیندۍ اوله خپور شوی په کې راغلي ښايي د افغانستان بانکونه تر شپږو میاشتو پورې سقوط شي.

رویټرز خبري آژانس د ملګرو ملتونو د یو اېن ډي پي د مشر عبدالله الدرداري له قوله ویلي، چې د دغه سقوط پایلې به خورا خطرناکې ګنل شوې دي.

الدرداري رویټرز ته ویلي«موږ باید داسې یوه لاره پيدا کړو، چې د افغانستان د بانکي نظام ملاتړ پکې وشي، خو د طالبانو د نه ملاتړ ډاډ پکې موجود وي.

نوموړي له نړیوالو مالي بنسټونو غوښتي، چې له افغانستان سره د بانکي نظام د ژغورلو لپاره یې ګډ کار وکړي او پرې نه ږدي، چې دغه هېواد دا لویه صدمه وویني.

دی وايي، د افغانستان اقتصاد تر ۴۰ سلنې را لویدلی، له بانکونو څخه د پیسو ویستل اوج ته رسیدلي او د ډالرو کمښت بیا بله اساسي ستونزه ګرځیدلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144885

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144885/

جمهور
  https://www.jomhornews.com